۰
یو پاکستاني چارواکی:

ډېر ژر به د افغان حکومت او طالبانو د سولې خبرې بیا پیل شي

سه شنبه ۲۸ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۰۸:۵۸
یوه پاکستاني چارواکي د دغه هېواد رسنیو ته ویلي، چې ډېر ژر به د افغان حکومت او افغان وسله والو طالبانو تر منځ د سولې خبرې بیا پیل شي.
ډېر ژر به د افغان حکومت او طالبانو د سولې خبرې بیا پیل شي
یوه پاکستاني چارواکي د دغه هېواد رسنیو ته ویلي، چې ډېر ژر به د افغان حکومت او افغان وسله والو طالبانو تر منځ د سولې خبرې بیا پیل شي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه چارواکي چې نوم یې نه دی څرګند کړی، ایکسپریس تریبیون خبري اژانس ویلي، چې د پردې تر شا یا پټې خبرې د پاکستان
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه چارواکي چې نوم یې نه دی څرګند کړی، ایکسپریس تریبیون خبري اژانس ویلي، چې د پردې تر شا یا پټې خبرې د پاکستان او نورو نفوذ لرونکو له لوري تنظیم شوي او په راتلونکو څو ورځو کې به څه پرمختګ پکې وشي.
او نورو نفوذ لرونکو له لوري تنظیم شوي او په راتلونکو څو ورځو کې به څه پرمختګ پکې وشي.
ایکسپریس تریبیون اژانس د دغه پاکستاني چارواکي له قوله زیاته کړې، چې دوی له ډېره وخته دا ویل چې باید بالاخره د پخلاینې لاره غوره شي.
نوموړي ادعا کړې چې اوس ډېر احتمال شته چې ژر په دې برخه کې یو مهم پرمختګ وشي.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف نن امریکا ته د سفر پر مهال په لندن کې خبریالانو ته ویلي، تر څو چې په افغانستان کې سوله رانشي، په سیمه کې ثبات نه شي راتلای.
پاکستاني چارواکي دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې افغان چارواکو ویلي، که پاکستان په رښتیا د سولې په برخه کې صادق وي، نو باید د طالبانو له ملاتړه لاس واخلي او په دغه هېواد کې د ترهګرو مرکزونه او روزنځایونه له منځه یوسي.
جمهور آژآنس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین