۰
ولسمشر غني:

دولت له فساد سره د مبارزې په برخه کې عملي ګامونه اخلي

سه شنبه ۲۸ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۰۸:۴۱
ولسمشر اشرف غني د ملي دفاع وزارت د لوژستیکي قراردادونو د څېړونکي پلاوي د راپور ورکولو پر مهال ویلي دغه راپور ښيي چې افغان دولت له فساد سره د مبارزې په برخه کې عملي ګامونه اخلي.
دولت له فساد سره د مبارزې په برخه کې عملي ګامونه اخلي
ولسمشر اشرف غني د ملي دفاع وزارت د لوژستیکي قراردادونو د څېړونکي پلاوي د راپور ورکولو پر مهال ویلي دغه راپور ښيي چې افغان دولت له فساد سره د مبارزې په برخه کې عملي ګامونه اخلي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د ولسمشرۍ مطبوعاتي دفتر وايي ولسمشر دغه څرګندونې د ملي دفاع وزارت په لوژستیکي تړونو کې د فساد د څېړنې په موخه د ګومارل
خبرپاڼه وايي، ولسمشر د دې راپور له اورېدولو وروسته وویل، چې دا راپور د دې ښکارندوی دی، چې له فساد سره د افغانستان دولت مبارزه لفظي نه، بلکې عملي ده.
شوي پلاوي د راپور له ورکولو وروسته کړې دي.
سرچینه زیاته کړې، چې د فساد د څېړنې په موخه د ګومارل شوي پلاوي مشر حمیدالله فاروقي ويلي، یو شمېر متخصصینو پنځه نیمې میاشتې پر دغه راپور کار کړی دی او هیله یې څرګنده کړې چې راپور به د فساد د مخنیوي په برخه کې ګټور ثابت شي.
خبرپاڼه وايي، ولسمشر د دې راپور له اورېدولو وروسته وویل، چې دا راپور د دې ښکارندوی دی، چې له فساد سره د افغانستان دولت مبارزه لفظي نه، بلکې عملي ده.
ښاغلي غني ویلي، چې دغه راپور به په دقت ولولي او وروسته به د ملي دفاع وزارت د لوژستیکي قراردادونو د ارزونې پلاوي سره لیدنې ولري، تر څو هغه وړاندیزونه چې دوی دولت ته کړي دي، عملي شي.
جمهور آژآنس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین