۰

کوټه کې چاودنې ۳۱ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

سه شنبه ۲۸ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۰۸:۳۸
د بلوچستان ایالت په مرکز کوټ کې په یوه بس موټر کې د چاودنې له امله ۳۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
کوټه کې چاودنې ۳۱ تنو ته مرګ ژوبله اړولې
د بلوچستان ایالت په مرکز کوټ کې په یوه بس موټر کې د چاودنې له امله ۳۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه پېښه تېره شپه د کوټې سریاب سړک ته نېږدې د دوکاني بابا څلور لاري کې رامنځ ته شوې.
د کوټې پولیسو ویلي، چې چاوېدونکي توکي په بس موټر کې ځای پر ځای شوي وو، او په دغه سیمه کې یې چاودنه کړې.
لومړني رپوټونه وايي، په دې بس موټر کې ۵۰ تنه سپاره و، چې ۱۱ وژل شوي، ۲۰ ټپیان او د نورو په اړه معلومات نشته.
د کوټې یوه پولیس چارواکي‌ ایس ایس پي عبدلواحد د پیښي په ځای کې رسنیو ته ویلي‌ چې ښايي مرګ ژوبله نوره هم زیاته شي.
جمهورآژآنس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین