۰
د داعش افغان قوماندان:

د حافظ سعید مشري نه منم، ځکه کړنې یې له اسلام سره په ټکر کې دي

سه شنبه ۲۸ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۰۸:۲۶
د افغانستان په ختیځ کې د داعش ډلې افغان قوماندان مسلم دوست وايي، د خراسان (افغانستان او پاکستا) له پاره د داعش د مشر حافظ سعید مشري نه مني.
د حافظ سعید مشري نه منم، ځکه کړنې یې له اسلام سره په ټکر کې دي

د افغانستان په ختیځ کې د داعش ډلې افغان قوماندان مسلم دوست وايي، د خراسان (افغانستان او پاکستا) له پاره د داعش د مشر حافظ سعید مشري نه مني.
د جمهور آژانس د خبر له مخې مسلم دوست تېره ورځ رسنیو ته په یوه لېږلې خبرپاڼه کې وزیاته کړې، چې د حافظ سعید مشري ځکه نه مني، چې په وینا یې هغه د اسلام او داعش د اصولو خلاف بې ګناه خلک وژني، نیسي او سپکاوی یې کوي.
نوموړي
نوموړي زیاته کړې:«سعید نامنصفانه حکمونه صادر کړي، ښوونځي بند کړي، له خلکو سره یې بد چلند کړی او داسي نور ناوړه کارونه یې کړي چې هیڅ اصول یې نه شي منلی، حافظ سعید دا ټول ناوړه او ناروا کارونه د اسلام په نوم کوي او دا د اسلامي دولت (داعش) د بدنامۍ سبب کېږي. دا زما اسلامي مسوولیت دی چې له ده خپل بیعت بېرته واخلم.»
په دغه خبرپاڼه کې ویلي، چې حافظ سعید په ننګرهار کې طالبان پسې اخیستي او یو شمېر سیمې یې لاندې کړي، له خلکو سره خورا وحشیانه چلند کوي او د ده د لاسه لاسه په زرګونو کورنۍ مجبوره شوي چې کور اور پرېږدي او نورو سیمو ته ولېږدي.
مولوي مسلم دوست د افغانستان خاورې ته د حافظ سعید پر راتګ نیوکه کړې او ویلي یې دي چې ده د ننګرهار په کوټ او د شینوارو په نورو ولسوالیو کې د بې ګناه افغانانو په وژلو او نیولو پیل کړی دی.
نوموړي زیاته کړې:«سعید نامنصفانه حکمونه صادر کړي، ښوونځي بند کړي، له خلکو سره یې بد چلند کړی او داسي نور ناوړه کارونه یې کړي چې هیڅ اصول یې نه شي منلی، حافظ سعید دا ټول ناوړه او ناروا کارونه د اسلام په نوم کوي او دا د اسلامي دولت (داعش) د بدنامۍ سبب کېږي. دا زما اسلامي مسوولیت دی چې له ده خپل بیعت بېرته واخلم.»
مسلم دوست وايي چې د حافظ سعید پلویان افغانانو ته سپکاوی اړوي او د اسلام او جهاد په نوم یې ځوروي.
باید وویل شي، چې حافظ سعید، چې پخوا د پاکستاني طالبانو یو مشر و، ادعا کوي چې د داعش له لوري د ده په وینا د خراسان ولایت مشر ټاکلی شوی دی.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین