۰
الکوزی:

که اپټا تړون لغوه نه شي، د پاکستاني موټرو پر مخ به د تورخم دروازه وتړو

دوشنبه ۲۷ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۰۷:۴۴
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه ګواښ وکړ، چې که افغان حکومت له پاکستان سره د اپټا د قراداد لغوه نه کړي، نو سوداګر به د پاکستاني موټرو پر مخ د تورخم دوازه بنده کړي.
که اپټا تړون لغوه نه شي، د پاکستاني موټرو پر مخ به د تورخم دروازه وتړو
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه ګواښ وکړ، چې که افغان حکومت له پاکستان سره د اپټا د قراداد لغوه نه کړي، نو سوداګر به د پاکستاني موټرو پر مخ د تورخم دوازه بنده کړي.
د جمهور آژآنس
هغه په خپلو خبرو کې وویل «د اپټا موضوع یوه جدي ستونزه ده؛ زه په اول کې هم د دې تړون د لاسلیک مخالف وم؛ خو دا تړون د امریکا له خوا په افغانستان او پاکستان تحمیل شو؛ په تړون کې یوازې پاکستان ته امتیاز ورکړل شوی چې منځنۍ اسیا ته لاس رسی پیدا کړي؛ د قرارداد له مخې واګه باید افغان سوداګرۍ ته په واک کې ورکړل شي چې هندوستان سره سوداګرۍ وکړي، چې داسې ونه شول؛ نو د افغانستان له حکومته غوښتنه کوو چې په دې مسالې له سره کتنه وکړي، که چېرې حکومت دا کار ونه کړي، نو موږ به د تورخم دروازه د پاکستاني موټر پر مخ وتړو.»
د خبر له مخې د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزي تېره ورځ په یوه خبري غونده کې وویل، په داسې حال کې، چې پاکستان د افغانستان غوښتنې نه مراعاتوي د آپټا تړون، د افغانستان له پاره هېڅ ګټه نه لري او ټول کرېډټ یې پاکستان تر لاسه کوي.
ښاغلي الکوزي زیاته کړه، چې د دې قرارداد له مخې افغانستان ته د ټرانزیټ او سوداګرۍ په برخه کې هېڅ ډول اسانتیاوې نه دي ورکړل شوې او افغان حکومت باید له سره ورباندې غور وکړي.
هغه په خپلو خبرو کې وویل «د اپټا موضوع یوه جدي ستونزه ده؛ زه په اول کې هم د دې تړون د لاسلیک مخالف وم؛ خو دا تړون د امریکا له خوا په افغانستان او پاکستان تحمیل شو؛ په تړون کې یوازې پاکستان ته امتیاز ورکړل شوی چې منځنۍ اسیا ته لاس رسی پیدا کړي؛ د قرارداد له مخې واګه باید افغان سوداګرۍ ته په واک کې ورکړل شي چې هندوستان سره سوداګرۍ وکړي، چې داسې ونه شول؛ نو د افغانستان له حکومته غوښتنه کوو چې په دې مسالې له سره کتنه وکړي، که چېرې حکومت دا کار ونه کړي، نو موږ به د تورخم دروازه د پاکستاني موټر پر مخ وتړو.»
باید وویل شي، چې د اپټا ټرانزیټي او سوداګریز تړون په ۲۰۱۰ میلادي کال کې د افغانستان او پاکستان تر منځ لاسلیک شو، خو افغان سوداګر وايي، پاکستان پر دې تړون نه یوازې عمل نه دی کړی، بلکې وخت ناوخت یې د افغان سوداګرو پر وړاندې خنډونه رامنځ ته کړي دي.
جمهورآژآنس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین