۰

میدان وردګو کې د ملکیانو په ګډون ۸۴ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

دوشنبه ۲۷ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۰۷:۳۳
چارواکي وايي، په میدان وردګو ولایت کې د کابل-غزني او کابل- بامیانو د لویو لارو د خلاصون په موخه په لار اچول شویو عملیاتو کې د ولسي وګړو په ګډون ۸۶ تنو وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
میدان وردګو کې د ملکیانو په ګډون ۸۴ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې
چارواکي وايي، په میدان وردګو ولایت کې د کابل-غزني او کابل- بامیانو د لویو لارو د خلاصون په موخه په لار اچول شویو عملیاتو کې د ولسي وګړو په ګډون ۸۶ تنو وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د میدان وردګ ولایت له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه وايي، وسله والو مخالفینو او ولسي وګړو ته دغه مرګ ژوبله په تېرو دریو ورځو کې اوښتې ده.
سرچینه وايي، چې د یادو لارو د خلاصون پر مهال په عملیاتو او جګړه کې د دریو قوماندانو په ګډون ۲۶ وسله وال وژل شوي او د دریو قوماندانو په ګډون ۴۵ نور ټپیان شوي دي.
دغه راز خبرپاڼه زیاتوي، چې په دې نښتو کې د مخالفینو له خوا
سرچینه وايي، چې د یادو لارو د خلاصون پر مهال په عملیاتو او جګړه کې د دریو قوماندانو په ګډون ۲۶ وسله وال وژل شوي او د دریو قوماندانو په ګډون ۴۵ نور ټپیان شوي دي.
دوه مسافر وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي.
خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په جګړه کې د افغان پوځ یو سرتېری وژل شوی او د عامه نظم دوه پولیسو په ګډون درې سرتېري ټپیان شوي دي.
د میدان وردګو مطبوعاتي دفتر ویلي، چې د امنیتي ځواکونو د همغږۍ مرکز د معلوماتو له مخې وسله والو مخالفینو غوښتل چې په میدان وردګو ولایت کې د کابل ـ بامیانو او کابل ـ غزني لویې لارې د ترافیکو پر مخ وتړي او همدا راز په مرکز میدان ښار، نرخ او جلریز ولسوالیو کې ځانمرګې او نور برېدونه تر سره کړي، خو پلان یې شنډ کړای شو.
یاد دفتر وايي، اوس مهال د کابل ـ غزني او کابل ـ بامیانو لویې لارې په میدان وردګو ولایت کې د ترافیکو پر مخ پرانستې ساتل شوي او هېڅ ډول امنیتي ستونزه شتون نه لري.
د میدان وردګو والي حیات الله حیات د امنیتي ځواکونو په ځانګړي ډول د ملي امنیت، ملي اردو، عامه نظم او ملي پولیسو سرتېرو د کړنو ستاینه کوي، چې د لویې لارو د پرانستلو پر مهال یې تر سره کړې دي.
تر اوسه پورې وسله والو په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهور آژآنس:میدان وردګ
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین