۰

کنړ کې له امنیتي ځواکونو ملاتړ وشو

دوشنبه ۲۷ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۰۷:۱۹
د کنړ ولایت د وټپور ولسوالۍ ولسونو له افغان امنیتي ځواکونو او د سیمه ییزې حکومتولۍ له پراختیا د یوې غونډې په ترڅ کې ملاتړ اعلان کړ.
کنړ کې له امنیتي ځواکونو ملاتړ وشو
د کنړ ولایت د وټپور ولسوالۍ ولسونو له افغان امنیتي ځواکونو او د سیمه ییزې حکومتولۍ له پراختیا د یوې غونډې په ترڅ کې ملاتړ اعلان کړ.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د یادو ولسونو قومي مشرانو او مخورو له کنړ والي سره په خبرو کې ډاډ ورکړ، چې په هر ډول شرایطو کې د خپلو امنیتي ځواکونو تر شاه د افغانستان د دفاع له پاره چمتو دي.
دغه راز دوی په خپلو خبرو کې دا هم وویل، چې په یاده ولسوالۍ کې د سیمه ییزې حکومتولۍ پراختیا،ښې حکومتولۍ رامنځته کيدو له پاره له ولایتي حکومته ملاتړ کړي.
په ورته وخت کې کنړ والي وحیدالله کلیمزي پر ولسونو غږ وکړ چې دفساد لمنځه وړلو، ښې حکومتولۍ رامنځته کیدو، سولې او ثبات په ټينګښت کې د دولت سره رښتینې او دوامداره همکاري وکړي.
نوموړي له ولسه دا غوښتنه هم وکړه، چې د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو تر څنګ ودرېږي او په خپلو سیمو کې د وطن، ولس، سولې او ثبات د دښمنانو فعالیتنو په مخنیوي کې د دولت سره همکاري وکړي.
ښاغلي کلیمزي وويل د وطن دفاع د هر افغان مسؤلیت دی او هر یو باید خپل دغه اسلامي او ملي مسؤلیت ادا کړي.
دغه راز کنړ والي د دولت پر وسله والو مخالفینو هم غږ وکړ چې نور دمخالفت څخه لاس واخلي او سولې بهیر سره یو ځای شي.
باید وویل شي، چې دغونډې په پای کې د کونړ والي له خوا د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو څو تنه افسرانو ته دښو کړنو له امله ستاینلیکونه هم ورکړل شول.
جمهورآژانس
معروف سادات:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین