۰

ننګرهار کې ۹ داعشیان وژل شوي

يکشنبه ۲۶ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۱۱:۵۳
امنیتي چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د افغان ځواکونو له خوا په عملیاتو کې د داعش وسله والې ډلې ۹ غړي وژل شوي دي.
ننګرهار کې ۹ داعشیان وژل شوي
امنیتي چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د افغان ځواکونو له خوا په عملیاتو کې د داعش وسله والې ډلې ۹ غړي وژل شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه داعشیان تېره ورځ مازیګر مهال د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ د هسارک سیمه کې وژل شوي دي.
د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال وايي، داعشیان په سراچه موټر کې سپاره و، چې افغان ځواکونو پرې توپچي برید وکړ.
نوموړي زیاته کړ، چې په دې توپچي برید کې د داعش شپږ جنګیالي چې په موټر کې سپاره و، ځای پر ځای وژل شوي دي.
دغه راز نوموړي وویل چې د غني خېلو ولسوالۍ په ګولايي سیمه کې په خپل منځي نښته کې درې تنه وسله وال وژل شوي دي.
په ورته وخت کې مشرقیوال وايي، امنیتي ځواکونو د هسکې مېنې ولسوالۍ د نرۍ اوبو په سیمه کې دوه تنه وسله وال ژوندي نیولي.
د ده په وینا، چې نیول شویو وسله والو غوښتل له همدې لارې د کوټ ولسوالۍ ته ولاړ شي او هلته ورانکاري فعالیتونه تر سره کړي.
تر اوسه وسله والو په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورآژانس
معروف سادات:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین