۰

ډاکتر عبدالله وايي افغانستان د نړۍ لپاره یو با اعتماده ملګری دی

يکشنبه ۲۶ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۰۸:۲۰
د افغانستان اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله وايي، نننی افغانستان د نړۍ لپاره یو با اعتماده ملګری دی او اړتیا ده، چې نړۍ ورسره د تروریزم پر ضد په اعتماد سره همکاري وکړي.
ډاکتر عبدالله وايي افغانستان د نړۍ لپاره یو با اعتماده ملګری دی
د افغانستان اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله وايي، نننی افغانستان د نړۍ لپاره یو با اعتماده ملګری دی او اړتیا ده، چې نړۍ ورسره د تروریزم پر ضد په اعتماد سره همکاري وکړي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې ښاغلي عبدالله دغه څرګندونې نن په کابل کي د امریکايي او ناټو ځواکونو له عمومي قومندان جنرال جان کمپبل سره په کتنه کې وکړې.
ښاغلي عبدالله او کمپبل د افغان او نړیوالو ځواکونو پر راتلونکو همکاریو، له ۲۰۱۶ میلادي کال وروسته په افغانستان کې د پاته کېدونکو سرتیرو په اړه د امریکايي ادارې پر وروستۍ پرېکړه او له تروریزم سره په مبارزه کې یې د اهمیت په اړه هم خبري خبرې وکړې.
ډاکتر عبدالله وویل، چې افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه په یوازې سر له ترهګرۍ سره مبارزه کوي او په دې مبارزه کي د بریا لپاره اړینه ده، چی نړیوال همکاران یاد ځواک تمویل او تجهیز کړي.
باید وویل شي، چې په دې کتنه کې د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د ترهګرۍ پر ضد د چاڼیزو او محاربوي عملیاتو او پکې د بهرنیو پوځیانو د ونډي په اړه هم بحث وشو.
جمهورآژآنس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین