۰
هاشمي:

ولسمشر غني له ملېشه جوړونې سره کلک مخالف دی

يکشنبه ۲۶ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۰۸:۱۲
د افغان ولسمشر ویاند سید ظفر هاشمي وايي، افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ملېشه جوړونې کوم پلان نه لري، بلکې له دې کار سره کلک مخالف دی.
ولسمشر غني له ملېشه جوړونې سره کلک مخالف دی
د افغان ولسمشر ویاند سید ظفر هاشمي وايي، افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ملېشه جوړونې کوم پلان نه لري، بلکې له دې کار سره کلک مخالف دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي هاشمي په یوه خبري کنفرانس کې و ویل، ولسمشر تېره ورځ په کندز کې له عامو خلکو سره په خبرو کې ټینګار وکړ چې په کندز او یا بل ولایت کې د ملیشې جوړونې پر خلاف دی.
هغه په خپلو خبرو کې وویل«دافغانستان جمهور رییس سل په سلو کې په افغانستان کې په کندز او یا نورو ولایتونو کې د ملیشې جوړونې له طرحې او پالیسې سره مخالف دی.»
نوموړي دا هم وویل، چې په کندز کې به پوځي عملیات تر هغو دوام کوي چې کندز او نور شمال ختیځ ولایتونه د وسله والو مخالفینو له وجوده نه وي پاک شوي.
د ولسمشر ویاند په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي، چې ویل کېږي، یو شمېر پخواني جهادي مشران په ځینو ولایتونو کې د ملېشو جوړولو هڅې کوي، چې له ولس سره یې اندېښنې راپورته کړې دي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین