۰

ننګرهار کې وسلې او نشه يي توکي نیول شوي

يکشنبه ۲۶ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۰۷:۵۲
امنیتي چارواکي وايي، د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې مدیرت ځواکونو په ننګرهار ولایت کې یوه اندازه وسلې او نشه يي توکي نیولي دي.
ننګرهار کې وسلې او نشه يي توکي نیول شوي
امنیتي چارواکي وايي، د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې مدیرت ځواکونو په ننګرهار ولایت کې یوه اندازه وسلې او نشه يي توکي نیولي دي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه وسلې او نشه يي توکي تېره ورځ د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ د چهارباغ صفا په سیمه او د بهسودو ولسوالۍ د ثمر خېلو په سیمه کې د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي.
د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشریقوال دغه وسلې د ګل بهار په نامه د يوه سیمه یزه اوسیدونکي له کور څخه تر لاسه شوي.
نوموړي زیاته کړه په نیول شویو وسلو کې یو میل کلاشنکوف، څلور میله بېلا بېل ډول تفنګچي یو اندازه د تفنګچو شاجورونه او مرمۍ شاملې دي.
مشرقیوال و ویل، چې یاد کس وسله والو مخالفینو ته د اکمال دنده پر غاړه درلوده، چې دمګړۍ ترې پوښتنې روانې دي.
په ورته وخت کې امنیه قومانداني وايي، چې درې تنه یې له ۹۱ کیلوګرامه چرسو سره یو ځای نیولي دي.
د امنیه قوماندانۍ ویاند زیاتوي، چې یادو کسانو نیول شوي چرس د بغلان څخه تورخم ته لېږدول چې نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو ونیول.
دا په داسي حال کې ده چې څو ورځې وړاندي د دغه ولایت ملي امنیت هم په جلال اباد ښار کې د نور امنیتي ځواکونو سره په ګ‌ډو چاڼیزو عملیاتو کې د یو شمیر وسلو او مهماتو د نیول کیدو خبر ورکړی وو.
جمهورآژآنس
معروف سادات:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین