۰

حامد اکرام د کابل والي وټاکل شو

شنبه ۲۵ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۱۲:۴۳
د سیمه ییزه اروګانو ادارې په وړاندیز او د ولسمشر غني په منظورۍ حامد اکرام د کابل ولایت د والي په توګه وټاکل شو.
حامد اکرام د کابل والي وټاکل شو
د سیمه ییزه اروګانو ادارې په وړاندیز او د ولسمشر غني په منظورۍ حامد اکرام د کابل ولایت د والي په توګه وټاکل شو.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د سیمه ییزه اروګانونو ادارې مشر غلام جیلاني پوپل له والي سره په کتنه کې هغه ته مبارکي ورکړه او ښاغلی اکرام یې د یاد پوست لپاره وړ شخص وباله.
ښاغلي پوپل وویل، چې حامد اکرم د حکومتوالۍ په چارو کې اوږده تجربه لري، پیاوړی مدیر دی او تر دې وړاندې یې هم د حکومتي ادارو په لوړو پوستونو کار کړی دی.
هغه د ادارې له رییسانو څخه هم هیله وکړه، چې د کابل له نوي والي سره همکاري وکړي او د دې ادارې د پلانونو او برنامو په اړه خپل معلومات ورسره شریک کړي.
د کابل نوي والي حامد اکرم د سیمه ییزو اورګانونو له خپلواکې ادارې مننه وکړه، چې پر نوموړي یې باور وکړ او د کابل ولایت د خلکو د خدمت کولو فرصت یې ورپه برخه کړه.
نوموړي په خپلو خبرو کې وویل، چې د کابل ولایت په کچه د غوره حکومتوالۍ، متوازن اقتصادي پرمختګ او سراسري امنیت په موخه به بنسټیزې برنامې پلې کړي.
باید وویل شي، چې د د کابل نوي والي ته د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې د راتلونکو پلانونو او برنامو په اړه د دغه ادارې د رییسانو له لوري بشپړ معلومات شریک شول.
جمهورآژآنس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین