۰

زابل او هلمند کې ۵۴ وسله وال وژل شوي دي

شنبه ۲۵ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۱۲:۱۵
چارواکي وايي، په زابل او هلمند ولایتونو کې افغان ځواکونو پر وسله والو طالبانو هوايي بریدونه کړي او د دوه مشهور قوماندانانو په ګډون یې تر ۵۰ زیاته وسله وال وژلي دي
زابل او هلمند کې ۵۴ وسله وال وژل شوي دي
چارواکي وايي، په زابل او هلمند ولایتونو کې افغان ځواکونو پر وسله والو طالبانو هوايي بریدونه کړي او د دوه مشهور قوماندانانو په ګډون یې تر ۵۰ زیاته وسله وال وژلي دي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه بریدونه نن سهار وختي او تېره شپه په زابل او د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې تر سره شوي دي.
امنیتي چارواکي وايي، د هغه عملیاتو په ترڅ کې چې د کابل- کندهار د لویې لارې د خلاصون په موخه په لار اچول شوي وو، په ترڅ کې یې افغان هوايي ځواک په زابل کې پر وسله والو مخالفینو بمبار کړی او تر ۴۰ زیات وسله وال یې وژلي دي.
بل خوا د هلمند ولایت د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه وايي، افغان ځواکونو د سنګین ولسوالۍ په مالمند سیمه کې پر وسله والو هوايي برید کړی، چې د دوه قوماندانو په ګډون یې ۱۰ وسله وال وژلي دي.
سرچینې ویلي، پر دغه وسله والو هغه مهال هوايي برید وشو، چې په درې عراده موټر کې سپاره او له یوې سیمې وبلې ته روان وو.
په دغه خبرپاڼه کې راغلي، چې تیره شپه شاوخوا يوه بجه وسله والو مخالفینو دنادعلی ولسوالی د خوشحال کلي په سیمه کي د یو سرتیري پر کور باندي حمله وکړل چي دمخامخ نښتي په ترڅ کي د وسله والو مخالفینو یو جسد ، یوه پایه مخابره، یومیل کلاشنکوف او یو ټلیفون د ياد سرتېري لاسته ورغلي دي.
دغه راز سرچینې زیاته کړې، چې د دې ولايت د موسی کلا ملي پولیسو د یادې ولسوالۍ د چینه سفلا په سیمه کي د ګډو عملیات پر مهال دوه تنه مخالفین وژلي او درې یې هم ټپیان کړي دي.
له دې سره په خوا د هلمند امنيه قومانداني وايي، هغه درې تنه غله او مشر په بمي چاودنه کې وژل شوي چې په خانشين او شاوخوا سيمو کې يې زيات شهرت درلود.
سرچینه زیاتوي، چې دا پېښه د خانشين په ګيردي سيمه کې هغه مهال شوې کله چې د حاجي مالک په نوم مشهوره غل او ملګري يې په لنډکروزر موټر کې پر ښڅ شوي ماين ور برابر شول.
د دغه پېښو په تړاو تر اوسه وسله والو څه نه دي ویلي.
جمهور آژآنس:هلمند
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین