۰

د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا نوى استازى وټاکل شو

شنبه ۲۵ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۱۰:۲۷
امریکا د افغانستان او پاکستان له پاره د فیلډمن پر ځای رچارډ اولسون د دغه هېوادونو د ځانګړي استازي په توګه وټاکه.
د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا نوى استازى وټاکل شو
امریکا د افغانستان او پاکستان له پاره د فیلډمن پر ځای رچارډ اولسون د  دغه هېوادونو د ځانګړي استازي په توګه وټاکه.
د جمهور آژانس د خبر له مخې اولسون په اسلام آباد کې د امریکا سفیر دی، چې اوس پر دغه نوې دنده ګومارل شوی دی.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په يوه خبرپاڼه کې ویلي، چې رچارډ اولسون به راتلونکې میاشت د ځانګړي استازي په توګه خپله نوې دنده پیلوي.
سرچینې زیاته کړې، چې نوی استازی به له کابل او اسلام اباد سره د واشنګټن د اړیکو په پیاوړي کولو او د امریکا د ملي ګټو لپاره مهم پروګرامونه او پلانونه پلي کړي.
باید وویل شي، چې اولسون شاوخوا درې کاله په پاکستان کې د افغانستان سفير وو.
جمهورآژآنس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین