۰

۱۰ افغان سرتېري او ۸۵ وسله وال و وژل شول

شنبه ۲۵ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۰۸:۴۲
د افغانستان دفاع وزارت وايي، د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د عملیاتو او جګړې پر مهال د ۱۰ افغان پوځیانو په ګډون ۱۶۳ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
۱۰ افغان سرتېري او ۸۵ وسله وال و وژل شول
د افغانستان دفاع وزارت وايي، د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د عملیاتو او جګړې پر مهال د ۱۰ افغان پوځیانو په ګډون ۱۶۳ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
جمهور آژآنس د خبر له مخې دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه پوځیان او وسله وال طالبانو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
سرچینه زیاتوي، چې افغان پوځ د هېواد په بېلا بېلو برخو کې چېرته چې د وسله والو فعالیتونه تر سره کېدل عملیات تر سره کړل.
خبرپاڼه وايي، په دې عملیاتو کې ۸۵ وسله وال طالبان وژل شوي، ۶۷ ټپیان او یو تن یې هم ژوندی نیول شوی دی.
دغه راز خبر پاڼه کې راغلي، چې د دې عملياتو په ترڅ کې لس تنه افغان پوځيان هم د وسله والو مخالفينو په بریدونو، او ماین چاودنو کې وژل شوي دي.
دفاع وزارت زیاتوي، چې دا مهال هم د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د وسله والو پر وړاندې عملیات روان دي.
تر او وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهور آژآنس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین