۰

اوباما له نوازشریف سره د افغان سولې په اړه خبرې کوي

شنبه ۲۵ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۰۷:۴۸
امریکا وايي، ولسمشر بارک اوباما به د پاکستان له لومړي وزیر نواز شریف سره د افغانستان په سوله کې د اسلام آباد پر رول خبرې وکړي.
اوباما له نوازشریف سره د افغان سولې په اړه خبرې کوي
امریکا وايي، ولسمشر بارک اوباما به د پاکستان له لومړي وزیر نواز شریف سره د افغانستان په سوله کې د اسلام آباد پر رول خبرې وکړي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې ټاکل شوې د پاکستان لومړی وزیر په روانه اوونۍ کې واشنګټن ته سفر وکړي او له ولسمشر اوباما سره وګوري.
سپینه ماڼۍ وايي، دا چې پاکستان د افغانستان په کړکېچ کې مهم لوبغاړی دی، نور ولسمشر اوباما له نواز شریف سره د افغان حکومت او وسله والو طالبانو
د سپينې مانۍ وياند جاش يرنست ویلي«موږ پوهېږو چې پاکستان د افغان حکومت او وسلوالو طالبانو ترمنځ د سولې خبرو ته د امکاناتو په برابرولو کې مهم نقش لري او د دغو خبرو د يوه پړاو کوربه هم و، زه نه غواړم د پاکستان په استازيتوب خبرې وکړم، خو د امريکا ولسشمربارک اوباما نظر دا دى په سيمې کې ټول هغه ګټې درک کوي، چې د سولې د خبرو په پرمختيا پورې تړلې دي.»
تر منځ د سولې خبرو کې د اسلام آباد پر رول خبرې وکړي.
د سپينې مانۍ وياند جاش يرنست ویلي«موږ پوهېږو چې پاکستان د افغان حکومت او وسلوالو طالبانو ترمنځ د سولې خبرو ته د امکاناتو په برابرولو کې مهم نقش لري او د دغو خبرو د يوه پړاو کوربه هم و، زه نه غواړم د پاکستان په استازيتوب خبرې وکړم، خو د امريکا ولسشمربارک اوباما نظر دا دى په سيمې کې ټول هغه ګټې درک کوي، چې د سولې د خبرو په پرمختيا پورې تړلې دي.»
په ورته وخت کې د امریکا ولسمشر وړمه ورځ پر خپله ټلوېزوني وینا کې ویلي، چې له افغانستان د ټولو ځواکونو وتل هغه وخت امکان لري، چې يوه دايمي سوله وشي.
اوباما د ټروريزم په وړاندې د مبارزې لپاره د کابل او اسلام اباد پر همکارۍ هم ټينګار وکړ او ویې ویل چې له افغانستان د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو يوازنۍ لار دا ده چې طالبان او د افغانستان د پرمختګ مخالفان د افغان حکومت سره یو دایمي سیاسي حل رامنځ ته شي.
د امریکا ولسمشر وویل«راتلونکې اوونۍ به د پاکستان د صدراعظم نواز شريف کوربه يم او زه به د سيمې له نورو اړخونو هم غوښتنه وکړم، چې پر طالبانو فشار راولي څو د سولې خبرو ته راوګرځي خپل رول دې د سولې د خبرو په تعقيبولو کې ولوبوي چې افغانان يې مستحق دي.»
جمهورآژآنس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین