۰

نړیوال څېړونکي تیار دي چې د کندوز د روغتون پېښه وڅېړي

شنبه ۲۵ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۰۷:۳۱
د بې پولې ډاکترانو خیریه ټولنه وايي، یو نړیوال پلاوی چمتو دی چې په کندوز کې د دې ټولنې پر روغتون د امریکايي ځواکونو د برید په اړه پلټنې وکړي.
نړیوال څېړونکي تیار دي چې د کندوز د روغتون پېښه وڅېړي
د بې پولې ډاکترانو خیریه ټولنه وايي، یو نړیوال پلاوی چمتو دی چې په کندوز کې د دې ټولنې پر روغتون د امریکايي ځواکونو د برید په اړه پلټنې وکړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه ټولنې ویلي، په دې شرط به تحقیقات پیل کړي، د امریکا پوځ او د افغانستان حکومت ورسره موافقه وکړي.
د بې پولې ډاکترانو ټولنې ريیس
د بې پولې ډاکترانو ټولنې ريیس ډاکتر (Joanne Liu) په یوه خبرپاڼه کې ویلي:«موږ ته د بښنې او خواخوږۍ پیغامونه رارسېدلي، خو دا کافي نه دي. موږ لا هم نه پوهېږو او توضیح نه ده راکړای شوې چې ولي پر یوه مشهور روغتون چې له ناروغانو او طبي پرسونل ډک و، تر یوه ساعت د ډېر وخت لپاره پر له پسې بمباري وشوه. موږ غواړو چې په دې وپوهېږو چې دا کار ولي وشو؟»
ډاکتر (Joanne Liu) په یوه خبرپاڼه کې ویلي:«موږ ته د بښنې او خواخوږۍ پیغامونه رارسېدلي، خو دا کافي نه دي. موږ لا هم نه پوهېږو او توضیح نه ده راکړای شوې چې ولي پر یوه مشهور روغتون چې له ناروغانو او طبي پرسونل ډک و، تر یوه ساعت د ډېر وخت لپاره پر له پسې بمباري وشوه. موږ غواړو چې په دې وپوهېږو چې دا کار ولي وشو؟»
یادې ټولنې دا هم ویلي، چې د دې پېښې په اړه د ناټو، امریکا او افغان حکومت پر تحقیقاتو تکیه او بارو نه شي کولی.
په ورته وخت کې د سویس د بهرنیو چارو وزارت تایید کړه چې بې پرې نړیوال پلاوی چمتو دی، چې د یادې پېښې په اړه پلټنې وکړي.
د دې وزارت ویاند رویټرز خبري اژانس ته په یوه استولي برېښالیک کې ویلي یاد کمېسیون مخکې لا د امریکا او افغانستان حکومتونو ته د خدماتو د وړاندې کولو وړاندیز کړی دی، خو په وینا یې هر راز تحقیقاتو ته د دواړو هیوادونو موافقه پکار ده.
باید وویل شي، چې په کندوز کې د بې پولې ډاکترانو پر روغتون د امریکايي الوتکو په بمبار کې د روغتون د ۱۲ کارکوونکو په ګډون ۲۲ تنه و وژل شول، یو شمېر یې تري تم او ځینې یې هم ټپیان شول.
جمهورآژآنس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین