۰

د کابل- جلال آباد پر لویه لار ۹ وسله وال نیول شوي

پنجشنبه ۲۳ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۰۸:۵۴
د ملي امنیت لوی ریاست وايي، د کابل- جلال آباد په لویه لار ۹ تنه هغه وسله وال نیول شوي، چې غوښتل یې د ملکي وګړو پر موټرو بریدونه تر سره کړي.
د کابل- جلال آباد پر لویه لار ۹ وسله وال نیول شوي
د ملي امنیت لوی ریاست وايي، د کابل- جلال آباد په لویه لار ۹ تنه هغه وسله وال نیول شوي، چې غوښتل یې د ملکي وګړو پر موټرو بریدونه تر سره کړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ملي امنیت په خپره کړې خبرپانه کې ویلي، چې دغه کسانو له دې وړاندې هم په ترهګرو بریدونو او سړک د غاړې په ماین چاودنو کې لاس درلود.
په خبره پاڼه کې دغه کسان د بشیرالله، طاهرالله، واحدالله، حامد، غلام الرحمان، عبیدالله، میرحمزه، بلال او عبدالرشید په نومونو ښودل شوي دي.
سرچینه زیاتوي، چې له دغه کسانو یو میل پاکستانۍ تومانچه، لاسي بمونه، پرسونل ضد ماینونه، او یوه پایه مخابره هم د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
جمهور آژآنس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین