۰
اشټن کارټر:

له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو د پلان د بدلېدو احتمال شته

پنجشنبه ۲۳ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۰۷:۵۹
د امریکا دفاع وزیر اشټن کارټر کارتر ویلي، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو په باب د ولسمشر اوباما په پلان کې د بدلون احتمال شته دی.
له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو د پلان د بدلېدو احتمال شته
د امریکا دفاع وزیر اشټن کارټر کارتر ویلي، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو په باب د ولسمشر اوباما په پلان کې د بدلون احتمال شته دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې کارټر تېره ورځ د امریکا د پوځ کالني کنفرانس ته په وینا کې و ویل چې امریکا په افغانستان کې د پوځي هلو ځلو په برخه پر درو اقداماتو غور کوي.
ښاغلي کارتر وویل چې د امریکا ناټو متحدان هم ورته فکر لري.
کارتر وویل چې درېم انتخاب دا دی چې سپینې ماڼۍ ته د ۲۰۱۷ کال په وړاندې کوونکې بودجه کې به د افغان امنیتي خواکونو د ملاتړ لپاره زیاته مالي مرسته وغواړي څو افغانستان په ۲۰۱۷ او له هغه وروسته ۳۵۲ زره ځواکونه وساتلی شي.
کارتر افغان امنیتي ځواکونه هم وستایل، ویې ویل چې هغوی تکړه جنګیالي دي او په سختو شرایطو کې یې د خپل هیواد دفاع وکولی شوه.
د ولسمشر اوباما له پلان سره سم باید د راتلونکي کال په پای کې له افغانستانه د امریکا ۹۸۰۰ پوځیان ووځي او یوازې ۱۰۰۰ تنه د سفارت د ساتنې لپاره پاتې شي.
جمهور آژآنس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین