۰

هلمند کې ۲۹ سرحدي پولیس وژل شوي

پنجشنبه ۲۳ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۰۷:۳۲
د هلمند د ولایتي شورا غړي بشیراحمد شاکر ویلي، چې په دغه ولایت کې ۲۹ تنه سرحدي پولیس د وسله والو طالبانو له خوا وژل شوي دي.
هلمند کې ۲۹ سرحدي پولیس وژل شوي
د هلمند د ولایتي شورا غړي بشیراحمد شاکر ویلي، چې په دغه ولایت کې ۲۹ تنه سرحدي پولیس د وسله والو طالبانو له خوا وژل شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې بشیراحمد شاکر اسوشیتید پریس خبري اژانس ته ویلي، چې دغه سرحدي پولیس د هغوی پر پوستو د وسله والو طالبانو په برید کې وژل شوي دي.
نوموړي ویلي، چې وسله والو طالبانو ۲۱ سرحدي پولیس د هغوی پر پوستو د حملې په مهال و وژل او ۸ تنه نور، چې ژوندي یې نیولي وو، درې ورځې وروسته و وژل.
اسوشیتید پریس خبري اژانس نه دي ویلي چې دا پېښه د هلمند په کومه سیمه کې شوې ده.
تر اوسه افغان چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د هلمند په سرحدي ولسوالیو کې افغان ځواکونو وسله والو ته د سختې مرګ ژوبلې اړولو ویلي وو.
جمهور آژآنس:هلمند
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین