۰

خوست کې چاودنې ۶ قومي مشران ټپیان کړي

پنجشنبه ۲۳ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۰۷:۱۳
سیمه ییز چارواکي وايي، په خوست ولایت کې د سړک د غاړې په بمي چاودنه کې شپږ تنه قومي مشران ټپیان شوي دي.
خوست کې چاودنې ۶ قومي مشران ټپیان کړي
سیمه ییز چارواکي وايي، په خوست ولایت کې د سړک د غاړې په بمي چاودنه کې شپږ تنه قومي مشران ټپیان شوي دي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه پېښه تېره ورځ د خوست ولایت په اسماعېل خېل او مندوزیو ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
د اسماعيل خېلو او مندزيو ولسوال وايي، د قومي مشرانو پر سراچه موټر د دې ولسوالۍ په ورزې سيمه کې چاودنه شوې ده.
هغه زیاته کړه، چې دغه قومي مشران خوست ښار ته روان و، تر څو له امنیتي ځواکونو څخه د ملاتړ په غونډه کې ګډون وکړي.
دی وايي په چاودنه کې شپږ واړه قومي مشران ټپیان شوي، چې د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د پکتیا ولایت په یحی خېلو ولسوالۍ کې هم د ماین چاودنې دوه تنه وژلي او شپږ نور یې ټپیان کړي و.
جمهور آژآنس:خوست
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین