۰

د داعش د عمومي قاضي په ګډون ۱۱ داعشیان وژل شوي

پنجشنبه ۲۳ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۰۶:۴۶
چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې په هوايي، برید او د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د داعش د عمومي قاضي په ګډون ۱۹ داعشیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د داعش د عمومي قاضي په ګډون ۱۱ داعشیان وژل شوي
چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې په هوايي، برید او د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د داعش د عمومي قاضي په ګډون ۱۹ داعشیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه زیاتوي، چې په وژل شویو داعشیانو کې د هغوی پنځه تنه قوماندانان هم شامل دي.
په خبرپاڼه کې د ملي امنیت ریاست له قوله ویل شوي، چې د داعش د قاضي شیخ جلال الدین په ګډون ۶ داعش قوماندانان په یوه سراچه کې موټر کې سپاره و، چې هوايي برید پرې وشو.
سرچینه وايي، په برید کې د قاضي شیخ جلال الدین په
سرچینه وايي، په برید کې د قاضي شیخ جلال الدین په ګډون ۶ واړه داعشیان ځای پر ځای وژل شوي دي.
ګډون ۶ واړه داعشیان ځای پر ځای وژل شوي دي.
که څه هم د دغه داعشیانو د وژنې ځای په خبرپاڼه کې نه دی ښودل شوي، خو تېره ورځ د اچین ولسوال حاجي غالب ویل چې د داعش پنځه قوماندان په اچین ولسوالۍ کې وژل شوي.
په ورته وخت کې خبرپاڼه زیاتوي، چې د ننګرهار د اچین ولسوالۍ په عبدالخېلو سیمه کې افغان ځواکونو عملیات تر سره کړي، چې پر مهال یې ۱۰ داعشیان وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي.
خبرپاڼه وايي، په دې عملیاتو کې افغان ځواکونو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی.
باید وویل شي، چې په دې وروستیو کې چې داعش جنګیالي د هېواد په ختیځ ننګرهار کې را پیدا شوي، ورسره سم یې د لسګونو جنګیالیو تر څنګ یو شمېر لوړ پوړي قوماندان هم د افغان او بهرنیو ځواکونو په هوایي بریدونو کې وژل شوي دي.
جمهور آژانس
معروف سادات:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین