۰

ماین چاودنې ۸ تنو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله

چهارشنبه ۲۲ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۱۱:۲۰
چارواکي وايي، په پکتیکا ولایت کې د یوې بمي چاودنې له امله ۸ تنو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته.
ماین چاودنې ۸ تنو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله
چارواکي وايي، په پکتیکا ولایت کې د یوې بمي چاودنې له امله ۸ تنو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن له غرمې مخکې د پکتیکا ولایت د یحی خېلو ولسوالۍ په بازار کې رامنځ ته شوې ده.
د پکتیکا ولایت له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه وايي، په دغه چاودنه کې دوه تنه وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي، چې ټول ولسي وګړي دي.
سرچینه زیاته کړې، چې د چاودنې پر مهال کوم دولتي کس په سیمه کې نه چې وسله والو دې هدف ګرځولی وي، بلکې ټول ولسي وګړي وو.
د پېښې ټپیان روغتون ته وړل شوي، او ولایتي چارواکو په دې پېښه خواشني ښودلې ده.
تراوسه د چاودنې مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
دا په داسې حال کې ده، چې نن د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ په باز کې دوه ترافیک پولیسو ته په یوه غلکچي برید کې مرګ ژوبله واوښته.
جمهور آژآنس:پکتیکا
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین