سیمه ییز چارواکي وايي، په هلمند ولایت کې دوه ترافیک پولیسو ته په یوه غلچکي برید کې مرګ ژوبله واوښته.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن سهار د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ په بازار کې رامنځ ته شوې ده.
د ګرشک ولسوال فهيم موسى زى وايې دا دوه تنه ترافيک هله تر غلچکي بريد لاندې راغله کله چې د نوزاد ولسوالۍ د موټرونو په اډه کې ولاړ ول.
نوموړي زیاته کړه، چې په پېښه کې يو تن ترافيک وژل سوى او يو تن بل ټپي دى چې ټپي ترافيک روغتون ته د درملني په موخه ليږدول سوى دى.
هغه وايې بريدګر له سیمې په تېښته بریالي شوي او په اړه يې پوليسو پلټنې پيل کړې دي.
تر اوسه د برید مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
جمهور آژآنس:هلمند