۰

ماین چاودنې درې افغان پوځیان وژلي

چهارشنبه ۲۲ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۰۹:۰۷
سیمه ییز چارواکي وايي، د کابل په خاکجبار ولسوالۍ کې د ملي اردو په موټر د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې، او څلور سرتېرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
ماین چاودنې درې افغان پوځیان وژلي
سیمه ییز چارواکي وايي، د کابل په خاکجبار ولسوالۍ کې د ملي اردو په موټر د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې، او څلور سرتېرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه تېره ورځ د خاکجبار ولسوالۍ اړوند د خوردکابل چینې ته څېرمه رامنځ ته شوې ده.
د خاکجبار ولسوال عبدالباري عارض وايي، د ملي اردو رېنجر موټر له یادې سمیې د تېرېدو په حال کې وه، چې د سړک د غاړې ماین پرې چاودنه کړې.
نوموړي زیاته کړې، چې په دې چاودنه کې د ملي اردو دوه افسران او یو سرتېری وژل شوي او یو بل سرتېری ټپي شوی دی.
تر اوسه د چاودنې مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی او نه هم دفاع وزارت په دې اړه څه ویلي.
جمهور آژآنس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین