۰

افغان پلاوی د پوځي مرستې جلبولو لپاره مسکو ته ځي

چهارشنبه ۲۲ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۰۸:۱۷
ټاکل شوې د افغانستان د ولسي جرګې یو پلاوی افغان پوځ ته د پوځي مرستې د جلبولو په موخه د روسیې پلازمېنې مسکور ته ولاړ شي.
افغان پلاوی د پوځي مرستې جلبولو لپاره مسکو ته ځي
ټاکل شوې د افغانستان د ولسي جرګې یو پلاوی افغان پوځ ته د پوځي مرستې د جلبولو په موخه د روسیې پلازمېنې مسکور ته ولاړ شي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه پلاوی مشري د ولسي جرګې دویم مرستیال محمد نذیر احمدزی کوي او پلاوی به نن روسیې ته روان شي.
دغه پلاوی چې د روسیې د پارلمان په غوښتنه غوښتل شوی وايي، دوی به په افغانستان کې د داعش او نورو دولت ضد ډلو په وړاندې د مبارزې لپاره د روسي چارواکو د پوځي مرستې غوښتنه وکړي.
ښاغلي احمدزي
هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړې«زموږ خپل ځواکونه به عمليات ترسره کوي. موږ به له روسانو دا غوښتنه ونه کړو، چې الوتکې يې راشي او په افغانستان کې دننه بمباري وکړي يا نورو مسايلو کې برخه واخلي، موږ هېڅکله چا ته دا اجازه نه ورکوو.»
ازادۍ راډيو ته ویلي، چې دوى به له روسیي چارواکو غوښتنه وکړي، چې له افغان پوځيانو سره په ځانګړې توګه د هوايي ځواک په برخه کې پوځي مرسته وکړي څو دوى وکړاى شي په مستقلانه ډول د داعش ډلې په وړاندې مبارزه وکړي.
هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړې«زموږ خپل ځواکونه به عمليات ترسره کوي. موږ به له روسانو دا غوښتنه ونه کړو، چې الوتکې يې راشي او په افغانستان کې دننه بمباري وکړي يا نورو مسايلو کې برخه واخلي، موږ هېڅکله چا ته دا اجازه نه ورکوو.»
ښاغلي محمد نذير احمدزى دا هم ویلي، چې دوى په افغانستان کې د سخت دريځو ډلو په وړاندې د مبارزې لپاره له چين، هند، ايران او نورو ګاونډيو هېوادونو هم د پوځي ملاتړ غوښتنه کوي.
د ولسي جرګې پلاوی په داسې حال کې روسیې ته د پوځي مرستو د غوښتنې په موخه ځي، چې د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف تېره ورځ مسکو کې يوه کنفرانس ته وويل چې روسیه تیاره ده، چې د افغان ځواکونو د وړتياوو له لوړېدو سره خپلو مرستو ته ادامه ورکړي.
جمهور آژآنس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین