۰

میدان وردګو کې د ښځو له پاره یو پارک ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

چهارشنبه ۲۲ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۰۷:۵۹
په میدان وردګو ولایت کې د مېرمنو له پاره یو پارک چې نېږدې لس میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی جوړ او ګټې اخیستې ته وسپارل شو.
میدان وردګو کې د ښځو له پاره یو پارک ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
په میدان وردګو ولایت کې د مېرمنو له پاره یو پارک چې نېږدې لس میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی جوړ او ګټې اخیستې ته وسپارل شو.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پارک په مرکز میدان ښار کې موقعیت لري، چې په ۱۱ زره متره مربع ځمکه کې جوړ شوی دی.
د پارک مالي لښګت د ښاروالۍ له خوا ورکړل شوی او د یوه کال په موده کې جوړ شوی، چې په کې چمن، هټۍ، کنفرانس خونه، د ماشومانو د لوبو وسایل، ګلدانۍ، تشنابونه او نور د اړتیا وړ ملحقات شتون لري.
دغه پارک د میدان وردګو د والي حیات الله حیات له خوا د پټۍ په پرېکولو سره ګټې اخیستنې ته وسپارل شو، چې په دې مراسمو کې پر ګڼ شمېر مېرمنو سربېره، یو شمېر نورو ادارو رئیسانو، مدني فعالانو او استازو برخه درلوده .
د میدان وردګو والي ښاغلي حیات الله حیات له مېرمنو څخه وغوښتل چې له دغه پارک څخه په ښه توګه ګټه واخلي او ډاډ یې ورکړ، چې د پارک امنیت به د دوی لپاره هر مهال خوندي وي .
هغه هیله څرګنده کړه،چې د دغه پارک جوړېدل به د دغه ولایت د مېرمنو په روحیه مثبت تاثیر وکړي او له دې وروسته به دوی هم پخپل پارک کې د تفریحې په موخه خپل وخت ځانګړی کړي .
د ښځو چارو رئیسې وحیدې ښکلې د ولایت مقام او ښاروالۍ ادارې څخه مننه وکړه، چې د مېرمنو د تفریحې لپاره یې ځانګړی پارک جوړ کړ،چې له دې وروسته به ورڅخه مېرمنې په ښه توګه ګټه واخلي.
جمهور آژانس:میدان وردګ
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین