۰
د اجرائیه ریاست لومړی مرستیال:

د تروریزم سرچینو د منځه وړلو پرته افغانستان کې سوله ناشونې ده

چهارشنبه ۲۲ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۰۷:۴۳
د افغانستان د اجرائیه ریاست لومړی مرسیتال انجینر محمدخان وايي، تر څو د ترهګرو او تروریزم اصلي سرچینې له امله منځه نه وي وړل شوې، په افغانستان او سیمه کې د سولې ټینګښت امکان نه لري.
د تروریزم سرچینو د منځه وړلو پرته افغانستان کې سوله ناشونې ده
د افغانستان د اجرائیه ریاست لومړی مرسیتال انجینر محمدخان وايي، تر څو د ترهګرو او تروریزم اصلي سرچینې له امله منځه نه وي وړل شوې، په افغانستان او سیمه کې د سولې ټینګښت امکان نه لري.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې ښاغلي محمدخان دغه څرګندونې تېره ورځ په کابل کې د سویډن هېواد د سفیر آنډرس شوبرګ سره د لیدنې پر مهال په مرمرینه ماڼې کې کړې دي.
د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال ښاغلي محمد خان د سویډن هېواد له مرستو مننه وکړه او ویې ویل چې دغه هېواد په تېر کې هم له افغانستان سره ګڼې مرستې کړې دي.
نوموړي په هېواد کې وروستیو ناامنيو ته په اشارې سره وويل چې، تر هغې به په هېواد کې سوله او امن را نه شي تر څو د تروریستانو سرچينې له مینځه لاړې نه شي.
نوموړي زیاته کړه
نوموړي زیاته کړه چې، په دغه برخه کې نړيواله ټولنه باید کوټلي ګامونه پورته کړي او د تروریزم په ملاتړ کونکو هېوادونو اقتصادي او سیاسي فشارونه راوړي، تر څو دغه بل شوی اور د نورو هېوادونو تر لمنو و نه رسیږي.
چې، په دغه برخه کې نړيواله ټولنه باید کوټلي ګامونه پورته کړي او د تروریزم په ملاتړ کونکو هېوادونو اقتصادي او سیاسي فشارونه راوړي، تر څو دغه بل شوی اور د نورو هېوادونو تر لمنو و نه رسیږي.
انجینر محمد خان وویل، چې تروریزم یوه افغاني پديده نه ده بلکه دغه پديده د سیمې د استخباراتي کړیو لخوا پر افغانانو تپل شوې ده چې نه بايد قومي او مذهبي رنګ ورکړل شي.
نوموړي نړيوالې ټولنې ته ډاډ ورکړ چې د ملي يوالي حکومت ژمن دی تر څو د ټاکنیزو اصلاحاتو په کمېسون کې په اصلاحاتو سره په راتلونکې کې رڼو او شفافو ټاکنو ته لاره هواره کړي.
د سویډن سفیر په خپلو څرګندونو کې روان حالت د افغانستان او سیمې په زیان وباله او د ناقانونه وسله والو په اړه یې هم اندېښنه وښوده.
ښاغلي شوبرګ د خبرو په پای کې د خپل هېواد د اوږد مهال مرستو ژمنه وکړه او په نړيواله ټولنه يې غږ وکړ تر څو په دغه حساسو شرایطو کې د افغانستان تر څنګ ودریږي.
انجینر محمد خان د نړيوالې ټولنې هغه اندېشنې چې د ناقانانو وسلوالو ډلو په اړه یې لري پر ځای و بللې، او ټينګار یې وکړ، چې د ملي يوالي حکومت به دغه ناقانونه ډلې اړ کړي، تر څو د ملي ځواکونو په لیکو کې د هېواد د دښمنانو پر وړاندې مقابله وکړي.
جمهور آژآنس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین