۰

ننګرهار کې د داعش پنځه مشهور غړي وژل شوي

چهارشنبه ۲۲ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۰۷:۰۰
سیمه ییز چارواکي وايي، د بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکې په ننګرهار ولایت کې د یوه هوايي برید پر مهال ګڼ شمېر داعشیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
ننګرهار کې د داعش پنځه مشهور غړي وژل شوي
سیمه ییز چارواکي وايي، د بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکې په ننګرهار ولایت کې د یوه هوايي برید پر مهال ګڼ شمېر داعشیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د پېښه تېره ورځ مازیګر مهال د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې چېرته چې داعشیان زیات دي رامنځ ته شوې ده.
د اچین ولسوال حاجي غالب مجاهد وايي د بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکې مازیګر څلور بجې د اچین د پېښې په سیمه کې پر داعش وسله والو برید کړی.
د هغه په خبره په دې برید کې ګڼو داعشیانو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې پنځه تنه یې په کې لوړ پوړي مشران هم وژل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ افغان پوځ هم په یاده ولسوالۍ کې پر داعشیانو په برید کې د هغوی ۱۸ تنه وژلي وو.
جمهور آژآنس:
معروف سادات:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین