۰
د اجرائیه ریاست لومړی مرستیال:

ناقانونه وسله والې ډلې د امنیت خوندیتوب کې مثبت رول نشي لوبولی

سه شنبه ۲۱ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۰۸:۱۴
د افغانستان د اجرائیه ریاست لومړی مرستیال انجینر محمد خان وايي، په هېواد کې د امنیت د کابو کولو په موخه د ناقانونه وسله والو ډلو جوړلو هېڅکله امنیت نه شي ټينګولی.
ناقانونه وسله والې ډلې د امنیت خوندیتوب کې مثبت رول نشي لوبولی
د افغانستان د اجرائیه ریاست لومړی مرستیال انجینر محمد خان وايي، په هېواد کې د امنیت د کابو کولو په موخه د ناقانونه وسله والو ډلو جوړلو هېڅکله امنیت نه شي ټينګولی.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې ښاغلي محمد خان په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په هېواد کې یو شمېر ولایتونو ته ورپېښو امنیتي ستونزو اندېښنې راټوکولې، خو په وینا د دغه اندېښنو د له منځه وړلو او امنیت له پاره ناقانونه وسله والې ډلې هېڅ کله هم مثبت رول نشي لوبولی.
هغه په خبر پاڼه کې ویلي،
هغه په خبر پاڼه کې ویلي، «ولسي خوځښتونه باید د غیر مسئولو او ناقانونو ډلو ټپلو د رامنځ ته کیدلو په معنی نه وي، نا قانونه وسله والې ډلې ټپلې هیڅ کله هم نه شي کولای چې د هیواد د امنیت په تینګښت کې مثبت رول ولوبوي بلکې د ناامنیو او ګڼو ستونزو د رامنځ ته کیدو لامل کېږي.»
«ولسي خوځښتونه باید د غیر مسئولو او ناقانونو ډلو ټپلو د رامنځ ته کیدلو په معنی نه وي، نا قانونه وسله والې ډلې ټپلې هیڅ کله هم نه شي کولای چې د هیواد د امنیت په تینګښت کې مثبت رول ولوبوي بلکې د ناامنیو او ګڼو ستونزو د رامنځ ته کیدو لامل کېږي.»
د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال زیاته کړې، چې حکومت باید هغه ولایتونو ته چې له امنیت ننګونو سره مخ دي، جدي پاملرنه وکړي، تر څو د کندوز پېښې تکرار نه شي.
نوموړي ویلي، لکه څنګه چې افغان ولس په تېر کې د خپلې خاورې دفاع کړې، دغه راز نن هم باید د خپلو امنیتي ځواکونو تر شاه ودرېږي او له خپلو اسلامي ارزښتونو، ملي ګټو او خاورې څخه دفاع وکړي.
دغه پر ولس غږ کړی، چې د دوښمن پر تبلیغاتو تېر نه وځي او پرېنږدي چې دښمن خپل دغه هدف ته چې غواړي افغانان په خپلو منځونو کې وجنګوي ورسېږي.
ښاغلی محمدخان وايي، افغان حکومت هم باید ولسونه د هیواد د دفاع په موخه او د شته ننګونو په وړاندې د قانون په رڼا کې همغږي او لازم فرصتونه ورته برابر کړي، ځکه چې په وینا یې همدا ولسونه دي چې تل ېې د سراو مال په بیه د دې هېواد ساتنه کړې ده.
جمهور آژآنس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین