۰

عبدالظاهر حقاني وايي، د دولت د وسله والو مخالفینو وژنه روا ده

سه شنبه ۲۱ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۰۷:۵۸
د ننګرهار د دیني عالمانو د شورا غړی مولوي عبدالظاهر حقانی وايي، هر هغه څوک چې د افغانستان عام وګړي، پوځ، پولیس او امنیتي ځواکونه وژني د هغوی مرګ جایز دی.
عبدالظاهر حقاني وايي، د دولت د وسله والو مخالفینو وژنه روا ده
د ننګرهار د دیني عالمانو د شورا غړی مولوي عبدالظاهر حقانی وايي، هر هغه څوک چې د افغانستان عام وګړي، پوځ، پولیس او امنیتي ځواکونه وژني د هغوی مرګ جایز دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي حقاني دغه څرګندونې تېره ورځ په ننګرهار کې د افغان حکومته د ملاتړ په موخه په جوړه شوې غونډه کې وکړې.
دغې غونډې ته دیني عالمان، د ولسي جرګې او ولایتي شوراګانو غړي او قومي مخور راغلي و او په یوه غږ یې له حکومت او افغان ځواکونو ملاتړ اعلان کړ.
د غونډې
هغه په خپلو خبرو کې وویل«که هغه د عالم په جامه کې وي، که هغه د عرب په جامه کې وي که هغه ستا د پښتون په جامه کې وي تا وژني، ستا مسلمانه اردو وژني ستا مسلمان پولیس وژني د دا ډول وسله والو پر وړاندې زموږ دا فتوا ده، دا ووژنئ که دا خلک ستاسې ولس په بمونو ږدي تاسې يې هم په بمونو والوزوئ؛ که دوی ستاسې پولیس وژنې تاسې هم دوی و وژنئ؛ دوی تجاوز کړی وژنه بلکل درته حلاله ده او زموږ پولیس او اردو شهيدان دي.»
ګڼو ویناوالو ویل چې د دولت وسله والو مخالفینو اسلامي او افغاني ارزښتونو ته درناوی نه دی کړی او تل یې د افغانستان پر خاوره او ولس تېری کړی دی، چې ولسونه او افغان ځواکونه یې باید پر وړاندې ودرېږي.
په دغه غونډه کې یو تن دیني عالم مولوي عبدالظاهر حقاني وویل هر هغه څوک چې زموږ ولس او امنیتي ځواکونه وژني د هغوی مرګ روا دی.
هغه په خپلو خبرو کې وویل«که هغه د عالم په جامه کې وي، که هغه د عرب په جامه کې وي که هغه ستا د پښتون په جامه کې وي تا وژني، ستا مسلمانه اردو وژني ستا مسلمان پولیس وژني د دا ډول وسله والو پر وړاندې زموږ دا فتوا ده، دا ووژنئ که دا خلک ستاسې ولس په بمونو ږدي تاسې يې هم په بمونو والوزوئ؛ که دوی ستاسې پولیس وژنې تاسې هم دوی و وژنئ؛ دوی تجاوز کړی وژنه بلکل درته حلاله ده او زموږ پولیس او اردو شهيدان دي.»
په ورته وخت کې په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي حاجي حضرت علي افغان ځواکونو او د دې ولایت چارواکو ته ډاډ ورکړ، چې د ولسي جرګې غړي او جهادي مشران یې تر شاه ولاړ دي او تر خپلې وسې له د افغان ځواکونو ملاتړ وکړي.
د ننګرهار والي سلیم خان کندزی د له برخوالو مننه وکړ او ویې ویل چې افغان ځواکونه به تر وروستۍ سلګۍ پورې له خپل ولس او خاورې دفاع وکړي.
هغه دا ژمنه هم وکړه، چې په پام کې لري، د ننګرهار ټولې سیمې د وسله والو څخه پاکې کړي تر څو خلک خپلو سیمو ته بېرته لاړ شي.
جمهورآژآنس
معروف سادات:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین