۰

ننګرهار کې غیرقانوني درمل نیول شوي

سه شنبه ۲۱ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۰۷:۳۳
امنیتي چارواکي وايي، ملي امنیت ځواکونو په ننګرهار ولایت کې یوه اندازه غیرقانوني درمل کشف او تر لاسه کړي دي.
ننګرهار کې غیرقانوني درمل نیول شوي
امنیتي چارواکي وايي، ملي امنیت ځواکونو په ننګرهار ولایت کې یوه اندازه غیرقانوني درمل کشف او تر لاسه کړي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه درمل د جلال آباد ښار په دوهمه ناحیه کې د ملي امنیت له خوا کشف او تر لاسه شوي دي.
د ننګرهار ملي امنیت زیاتوي، چې د دې ریاست موظفینو ۷ قلمه درمل چې په ۵۷ کارتنونو کې ځای پر ځای او پرته د ګمرکي محصولاتو په غیر قانوني توګه د پاکستان هېواد څخه جلال اباد ته وارد شوي وو ونیول.
یاد ریاست زیاتوي، چې دغه غیر قانوني درمل د ښار په بېلابېلو درملتونونو باندې د علینا نمایندګۍ لخوا پلورل کېدل.
جمهورآژانس
معروف سادات:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین