۰

د فراه له پاره د طالبانو والي وژل شوی

سه شنبه ۲۱ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۰۷:۲۶
امنیتي چارواکي وایي، افغان ځواکونو د فراه ولایت له پاره د وسله والو طالبانو تش په نوم والي قوماندان ملا ابراهیم وژلی دی.
د فراه له پاره د طالبانو والي وژل شوی
امنیتي چارواکي وایي، افغان ځواکونو د فراه ولایت له پاره د وسله والو طالبانو تش په نوم والي قوماندان ملا ابراهیم وژلی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې امنیتي چارواکي زیاتوي، چې ملا ابراهیم تېره ورځ د فراه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ په ګنج آباد سیمه کې وژل شوی دی.
د فراه د امنیه قوماندانۍ ویاند اقبال باهر وايي ملا ابراهیم په سیمه یزه کچه يو خطرناکه د دولت مخالف او تل به یې پر امنیتي پوستو او تاسیساتو بریدونه کول.
باید وویل شي، چې وسله والو طالبانو هم د یاد وژل شوي طالب قوماندان وژل کیدل منلي دي.
جمهورآژانس:فراه
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین