۰
ولسمشر غني:

هېڅوک د امنیتي سکتور په چارو کې د لاسوهنې حق نه لري

دوشنبه ۲۰ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۰۷:۵۴
ولسمشر اشرف غني وایي، هېڅوک هم د امنیتي سکتور په چارو او مقرریو کې د لاسوهنې حق نه لري.
هېڅوک د امنیتي سکتور په چارو کې د لاسوهنې حق نه لري
ولسمشر اشرف غني وایي، هېڅوک هم د امنیتي سکتور په چارو او مقرریو کې د لاسوهنې حق نه لري.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د ارګ نه خپره شوې خبرپاڼه زیاتوي، چې ولسمشر دغه څرګندونې تېره ورځ د۲۰۳تندر قول اردو له قومندان محمد شریف یفتلي سره د ویډیو کانفرانس له لارې وکړې.
په دې ویډیو کنفرانس کې د پکتیا، پکتیکا، خوست، لوګر، غزني، میدان وردګ او بامیانو ولایتونو والیانو هم د خپلو اړوندو ولایتونو د حکومتوالۍ او امنیتي وضعیت په هکله ولسمشر ته خپل راپورونه او معلومات وړاندې کړي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني، په جنوب ختیځ زون کې د امنیت د تامین په برخه کې سیمه ییز پولیس او د دوی فعالیتونه ګټور بللي.
ښاغلي غني والیانو ته لارښوونه کړې چې د ملي اردو او ملي پولیسو د لا پیاوړتیا په خاطر دې د جلب او جذب پروسې ته اساسي توجه وشي .
جمهورآژآنس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین