۰

په کابل کې یو لوی سپورتي کمپلېکس جوړېږي

دوشنبه ۲۰ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۰۷:۲۶
مشهوره سندرغاړې مژده جمالزادې ویلي، چې په کابل کې د ۲۷۰ میلیونو ډالرو په لګښت به یو سپورتي کمپلېکس جوړېږي.
په کابل کې یو لوی سپورتي کمپلېکس جوړېږي
مشهوره سندرغاړې مژده جمالزادې ویلي، چې په کابل کې د ۲۷۰ میلیونو ډالرو په لګښت به یو سپورتي کمپلېکس جوړېږي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې هغې زیاته کړې، چې په دې سپورتي کمپلېکس کې به چې د تمرینونو او نړیوالو او کورنیو مسابقو لپاره به وي، د کابل ښار په لمنو کې جوړېږي.
جمالزاده د دغه لوبغالي لپاره د پیسو ټولولو د بنسټ ویندویي او د عامه اړیکو مشرې امریکا غږ اشنا راډیو ته ویلي، چې افغان حکومت د دې پروژې ملاتړ کوي او امریکا متحده ایالتونو هم د مرستې ژمنه کړې ده.
د دې په وینا پر دې پروژې به ۲۷۰ ملیون ډالره لګښت راشي او دا پیسې به د مشهورو امریکايي لوبغاړو په مرسته ټولې شي.
نوموړې زیاته کړې، چې د دې پروژې لومړنی بسپنه ورکوونکی به د بوکس نړیوال اتل امریکايي لوبغاړی محمد علي کیلې وي.
په دغه سپورتي کمپلیکس کې به د محمد علي کیلې په نوم یو مرکز هم جوړ او دغه راز به په دې کمپلېکس کې روغتون، د ماشومانو وړکتون او یو کلینیک هم شامل وي.
د کمپلیکس لپاره به د پیسو ټولو هڅې په اروپا، کاناډا او نورو هیوادونو کې هم وشي.
جمهورآژآنس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین