۰

افغان پولیسو د هلمند په پنځو ولسوالیو کې عملیات پیل کړي

دوشنبه ۲۰ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۰۷:۱۷
امنیتي چارواکي وايي، افغان ځواکونو د هلمند په پنځو ولسوالیو کې د دولت د وسله والو مخالفینو پر وړاندې چاڼیز عملیات پیل کړي دي.
افغان پولیسو د هلمند په پنځو ولسوالیو کې عملیات پیل کړي
امنیتي چارواکي وايي، افغان ځواکونو د هلمند په پنځو ولسوالیو کې د دولت د وسله والو مخالفینو پر وړاندې چاڼیز عملیات پیل کړي دي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه عملیات تېره ورځ د هلمند په مارجې، نادعلي، ګرمسېر، خانشین او نهرسراج ولسوالیو کې پیل شوي.
د هلمند د امنیه قوماندانۍ نه خپره شوې خبرپاڼه زیاتوي، چې عملیات د افغان ملي پولیسو له خوا پیل شوي او لا هم دوام لري.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په عملیاتو کې وسله والو ته درنده مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېره یې نه ده په ګوته کړې.
بل خوا په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې افغان ځواکونو به موسی کلا، خانشین او شهرا د کنډک له لوري عملیات تر سره شي، چې په کې د دوه قوماندانانو په ګډون پنځه وسله وال وژل شوي دي.
سرچینې زیاته کړې، چې د عملياتو په ترڅ کې يې په لسګونه کړۍ ماينونه هم کشف او له منځه وړل شوی دي.
تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې هم د دغه ولایت چارواکو د سرحدي پولیسو سره په نښته کې د لسګونو وسله والو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی وو.
جمهور آژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین