۰

ترافیکي پېښه کې ۱۳ تنه ټپیان شوي

دوشنبه ۲۰ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۰۷:۰۰
چارواکي وايي، په میدان وردګو ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د مېرمنو او ماشومانو په ګډون ۱۳ تنه ټپیان شوي دي.
ترافیکي پېښه کې ۱۳ تنه ټپیان شوي
چارواکي وايي، په میدان وردګو ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د مېرمنو او ماشومانو په ګډون ۱۳ تنه ټپیان شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه تېره ورځ سهار د کابل- کندهار پر لویه لار د میدان وردګو ولایت د سیدآباد ولسوالۍ په شېررازي بابا په سیمه کې رامنځ ته شوې.
د دې ولایت چارواکي وايي، ټونس موټر له کابله- غزني ته او کرولا موټر له غزني- کابل ته روان، چې په یاده سیمه کې سره وجنګېدل.
دوی زیاتوي، چې په دې پېښه کې د پنځو مېرمنو او دوه ماشومانو په ګډون ۱۳ تنه ټپیان شوي دي چې د څلورو تنو روغتیايي حالت نازک ښودل شوی.
د پېښې ټول ټپیان د میدان وردګو ولایت مرکزي روغتون ته وړل شوي، چې وروسته ځینې ټپیان مرکز کابل ته لېږدول شوي دي.
ترافیک چارواکو ویلي، پېښه د موټر چلوونکو د ګړندي تګ او بې پروایۍ له امله رامنځ ته شوې ده.
جمهور آژانس:میدان وردګ
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین