۰

کابل کې د بهرنیو ځواکونو پر کاروان ځانمرګی برید وشو

يکشنبه ۱۹ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۰۸:۱۱
په پلازمېنه کابل کې د بهرنیو ځواکونو به موټریز کاروان ځانمرګی برید وشو، چې تر اوسه یې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.
کابل کې د بهرنیو ځواکونو پر کاروان ځانمرګی برید وشو
 په پلازمېنه کابل کې د بهرنیو ځواکونو به موټریز کاروان ځانمرګی برید وشو، چې د روغتیايي چارواکو په خبره تر اوسه پورې ۷ تنه ټپیان روغتونو ته وروړل شوي دي.
دغه برید نن سهار شاوخوا ۹ بجې د کابل ښار د جوی شیر په سیمه کې هغه مهال رامنځ ته شو، چې د بهرنیو ځواکونو موټریز کاروان د تېرېدو په حال کې و.
که څه هم چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو په سیمه کې عیني شاهدان وايي، په برید کې پلي تېرېدونکي کسان هم ښايي ټپیان شوي و، خو د بهرنیو ځواکونو دوه موټر زیانمن شوي دي.
په ورته وخت کې روغتیايي کارکوونکي وايي، تر اوسه ۷ تنه ټپیان چې یوه مېرمن او یوه ماشومه هم په کې شاملې دي، روغتونو ته وروړل شوي دي.
تر اوسه د مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات نه دي ورکړل شوي، خو سیمې ته افغان او بهرني ځواکونه او دغه راز امبولانسونه رسېدلي دي.
د برید مسؤولیت هم تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخیستی.
د خبر جزیات به ورسته په لیکه شي.
جمهور آژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین