۰

امریکا له ګوانتانامو زندانه څلور بندیان خوشي کړل

يکشنبه ۱۹ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۰۷:۴۱
امریکايي رسنۍ وايي، د دغه هېواد دفاع وزارت له ګوانتانامو زندانه څلور تنه افغان بندیان د افغانستان په غوښتنه خوشي کړل.
امریکا له ګوانتانامو زندانه څلور بندیان خوشي کړل
امریکايي رسنۍ وايي، د دغه هېواد دفاع وزارت له ګوانتانامو زندانه څلور تنه افغان بندیان د افغانستان په غوښتنه خوشي کړل.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه زندانیان تېره ورځ خوشي شوي او امریکايي رسنۍ زیاتوي، چې دغه بندیان د ولسمشر محمد اشرف غني په غوښتنه خوشي شوي دي.
خو دا چې دا بندیان کوم ځای ته لېږدول شوي او څوک و، په اړه یې څه نه دي ویل شوي.
باید وویل شي، چې د دغو څلورو بندیانو له خوشي کېدو سره په ګوانتنامو کې ۱۳۲ تنه بندیان پاتې شول.
جمهور آژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین