د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف وايي حکومت یې هڅه کوي، چې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د سولې خبرې بیا پیل کړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې نواز شریف تېره ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې حکومت یې د دغه خبرو منځګړیتوب ته تیار دی.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي و، چې که افغان حکومت او طالبان وغواړي پاکستان د سولې د خبرو منځګړیتوب کوي.
باید وویل شي، چې تېره ورځ پاکستاني چارواکو د افغانستان د امنیت وضعیت په اړه هم یوه غونډه درلوده، چې تر په کې د پاکستان پر وضعیت د افغانستان د ناامنیو اغېږې په اړه په کې خبرې وشوې.
جمهور آژآنس:کابل