۰

کندهار کې ۲۱ وسله وال وژل شوي دي

يکشنبه ۱۹ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۰۷:۲۷
چارواکي وايي، په کندهار ولایت کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال ۲۱ وسله وال مخالفین وژل شوي او د هغی ۱۰ پټنځایونه له منځه وړل شوي دي.
کندهار کې ۲۱ وسله وال وژل شوي دي
چارواکي وايي، په کندهار ولایت کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال ۲۱ وسله وال مخالفین وژل شوي او د هغی ۱۰ پټنځایونه له منځه وړل شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د کندهار ولایت له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه وايي، دغه وسله والو په تېرو ۲۴ ساتونو کې د کندهار په میوند، رېګستان او ښورابک ولسوالیو کې وژل شوي دي.
سرچینه زیاتوي، چې لومړی د میوند ولسوالۍ د سره بغل په سیمه کې عملیات تر سره شوي، چې په کې ۱۴ وسله وال وژل شوي دي.
د خبرپاڼې د معلوماتو پر بنسټ دغه راز د ريګستان او ښورابک ولسواليو په ځینو سیمو کې هم عملیات شوي، چې په ترڅ کې یې ۷ وسله وال وژل شوي دي.
خبرپاڼه وايي، چې د دې عملیاتو پر مهال د وسله والو ۱۰ پټنځایونه او همدارنګه ۱۵ کړۍ ماینونه هم کشف او له منځه وړل شوي دي.
طالبانو منلې چې په ښوراوک ولسوالۍ کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې ۹ وسله وال وژل شوي، خو وايي دغه ځواکونو ولسي وګړي هم وژلي او یو شمېر یې له ځان سره وړي دي.
جمهور آژانس:کندهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین