۰

پکتیکا کې ماین چاودنې ۴ تنه ولسي وګړي و وژل

شنبه ۱۸ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۱۲:۴۵
چارواکي وايي، په پکتیکا ولایت کې د ولسي وګړو پر موټر د سړک د غاړې په ماین چاودنه کې ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
پکتیکا کې ماین چاودنې ۴ تنه ولسي وګړي و وژل
چارواکي وايي، په پکتیکا ولایت کې د ولسي وګړو پر موټر د سړک د غاړې په ماین چاودنه کې ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه پېښه نن سهار د پکتیکا ولایت په زېړوک ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
د پکتیکا له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه وايي، په چاودنه کې څلور تنه وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي، چې ټول ولسي وګړي دي.
د پېښې ټپیان روغتون ته وړل شوي خو د روغیتايي حالت په اړه یې څه نه دي ویلي.
په ورته وخت کې د پکتیکا والي امین الله شارق روغتیاپالانو ته د ټپیانو د ښې درملنې او امنیتي ځواکونو ته د پېښې د مسؤولینو د نیولو امر کړی دی.
هغه ویلي، چې مخالفین له افغان ځواکونو سره د مخامخ جګړې توان نه لري او په ورته کړونو غواړي د ولس په منځ کې وېره خوره کړي، تر څو له حکومت سره مرسته ونه کړي.
تر اوسه د چاودنې مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
دا په داسې حال کې ده، چې نن سهار د لوګر د برکي برک ولسوالۍ د رستم خېلو په کلي کې هم د افغان ځواکونو او وسله والو مخالفینو تر منځ نښته کې ۶ تنه ولسي وګړي وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
جمهور آژانس:پکتیکا
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین