۰

هلمند کې ۱۶ وسله وال وژل شوي دي

شنبه ۱۸ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۱۰:۰۹
افغان پوله ساتي چارواکي وايي، په هلمند ولایت کې د افغان سرحدي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته کې ۳۴ تنه وسله والو ته مرګ ژوبله واوښته.
هلمند کې ۱۶ وسله وال وژل شوي دي
افغان پوله ساتي چارواکي وايي، په هلمند ولایت کې د افغان سرحدي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته کې ۳۴ تنه وسله والو ته مرګ ژوبله واوښته.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه نښته تېره شپه د هلمند ولایت د خانشین ولسوالۍ د تاغذ په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د افغان پوله ساتو پولیسو د ۵ کنډک چارواکي زیاتوي، د شپي ناوخته شاوخوا سلو تنو وسله والو طالبانو چي په درنو او سپکو وسلو سمبال وه برید وکړ.
د دې کنډک قوماندان څارمن جان اغا په وینا، چې وسله والو طالبانو د دي کنډک پر لومړیو امنیتي ټاورونو بریدونه پیل کړه چې ورسره سم افغان ځواکونو په عملیاتو لاس پورې کړ.
نوموړي زیاته کړه، چې په دې نښته کې ۱۶ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان شوي دي او دغه راز یو افغان سرتېری هم وژل شوی دی.
د ښاغلي جان اغا په خبره له عملیاتو سره سم د خانشین ولسوالۍ د تاغذ سیمه په بشپړه توګه د وسله والو مخالفینو له شتون څخه پاکه شوه.
تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ په کندهار کې هم ډېورنډ پولې ته څېرمه د افغان ځواکونو په هوايي برید کې نېږدې ۱۶۵ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې او دغه راز په لوګر کې هم پرون د ۷ پاکستانیانو په ګډون ۷۵ وسله والو ته د افغان ځواکونو په هوايي برید کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
جمهور آژآنس:هلمند
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین