۰

لوګر کې ۹ ولسي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته

شنبه ۱۸ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۱۰:۰۰
د لوګر ولایتي شورا وايي، په دغه ولایت کې د قرانکریم د ختم پر مهال د وسله والو او افغان ځواکونو تر منځ نښته رامنځ ته شوې، چې له امله یې ۹ ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې.
لوګر کې ۹ ولسي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته
د لوګر ولایتي شورا وايي، په دغه ولایت کې د قرانکریم د ختم پر مهال د وسله والو او افغان ځواکونو تر منځ نښته رامنځ ته شوې، چې له امله یې ۹ ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې یاد چارواکي زیاتوي، چې دغه نښته نن سهار
د لوګر د ولايتي شورا ريس اصف الله ستانکزى وايې لومړی تېره شپه شاوخوا درې بجې ګډو ځواکونو د برکي برک په رستم خېلو سيمو کې عمليات پيل کړل او بيا نن سهار نهه بجي په ياده سيمه کې د قران کريم د ختم د مراسمو پر مهال نښته رامنځته سوه چې په ترڅ کې يې شپږ تنه ولسي وګړي وژل شوي او درې تنه نور ټپيان شوي دي.
د برکي برک ولسوالۍ د رستم خېلو په کلي کې رامنځ ته شوې ده.
د لوګر د ولايتي شورا ريس اصف الله ستانکزى وايې لومړی تېره شپه شاوخوا درې بجې ګډو ځواکونو د برکي برک په رستم خېلو سيمو کې عمليات پيل کړل او بيا نن سهار نهه بجي په ياده سيمه کې د قران کريم د ختم د مراسمو پر مهال نښته رامنځته سوه چې په ترڅ کې يې شپږ تنه ولسي وګړي وژل شوي او درې تنه نور ټپيان شوي دي.
په ورته وخت کې د لوګر والي ویلي، چې د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو په نښته کې ۳ ملکي کسان وژل شوي او ۴ تنه زخمیان شوي دي.
د لوګر والي حلیم فدايي اسوشیېټډ پرس ته وویل چې پر افغان ځواکونو د جمعې په ماښام بره کي برک ته نږدې د پوځي عملیاتو پر مهال حمله وشوه.
فدايي زیاته کړه چې یو شمېر ملکي کسان چې د خیرات په پخولو لګیا وو؛ و ویشتل شول.
د لوګر د والي په وینا، زخمیان د درملنې لپاره کابل ته لیږدول شوي دي.
تر اوسه وسله والو په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهور آژآنس:لوګر
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین