۰

لوګر کې د پاکستانیانو په ګډون ۴۵ وسله وال وژل شوي

شنبه ۱۸ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۰۹:۴۴
چارواکي وايي، افغان ځواکونو په لوګر ولایت کې پر وسله والو مخالفینو هوايي برید کړی او د ۷ پاکستانیانو په ګډون یې ۷۵ وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
لوګر کې د پاکستانیانو په ګډون ۴۵ وسله وال وژل شوي
چارواکي وايي، افغان ځواکونو په لوګر ولایت کې پر وسله والو مخالفینو هوايي برید کړی او د ۷ پاکستانیانو په ګډون یې ۷۵ وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره ورځ سهار وختي د لوګر ولایت په خروار ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
د لوګر ولایت له مطبوعاتي دفتره
سرچینه زیاتوي، چې په دې هوايي برید کې د ۷ پاکستانیانو په ګډون ۴۵ وسله وال وژل شوي او لږ تر لږه ۳۰ نور ټپیان شوي دي.
خپره شوې خبرپاڼه وايي، افغان ځواکونو هغه مهال پر وسله والو هوايي برید وکړ، چې وسله والو سختدریځو پر ولسوالۍ ډزې وکړې.
سرچینه زیاتوي، چې په دې هوايي برید کې د ۷ پاکستانیانو په ګډون ۴۵ وسله وال وژل شوي او لږ تر لږه ۳۰ نور ټپیان شوي دي.
خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ټپي شوي وسله وال اوس له سیمې د تېښتې هڅه کوي، خو افغان ځواکونو کلابند کړي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې د کندهار چارواکي په دغه ولایت کې ډېورنډ پولې ته نېږدې د ۱۰۰ وسله والو طالبانو د وژلو ادعا کوي.
جمهور آژانس:لوګر
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین