۰

کندهار کې د ۱۰۰ وسله والو د وژل کېدو خبر ورکړل شو

شنبه ۱۸ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۰۹:۴۳
د کندهار د امنیه قومندانۍ ویندوی ضیا درانی وايي پر ګڼ شمېر وسله والو مخالفینو چې اکثریت یې بهرنیانو وو هغه مهال افغان ځواکونو هوايي برید وکړ، چې له ډېورنډ کرښې د افغانستان خاورې ته د ننه شول.
کندهار کې د ۱۰۰ وسله والو د وژل کېدو خبر ورکړل شو
امنیتي چارواکي وايي، افغان ځواکونو په کندهار ولایت کې ډېورنډ کرښې ته څېرمه پر وسله والو طالبانو هوايي برید کړی او د بهرنیو په ګډون یې ۱۰۰تنه وسله وال وژلي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره ورځ د کندهار ولایت د ښوراوک ولسوالۍ اوړند سیمه کې ډېورنډ کرښې ته څېرمه رامنځ ته شوې.
د کندهار د امنیه قومندانۍ ویندوی ضیا درانی وايي پر ګڼ شمېر وسله والو مخالفینو چې  اکثریت یې بهرنیانو وو هغه مهال افغان ځواکونو  هوايي برید وکړ، چې له ډېورنډ کرښې د افغانستان خاورې ته د ننه شول.
دراني همداراز وویل چې په دې هوايي برید کې د ناټو هوايي ځواک هم مرسته وکړه او لږ تر لږه ۱۰۰ تنه وسله وال په کې وژل شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، چې له وژل شویو کسانو سره ډول ډول وسلې او چاودېدونکي مواد، موټرونه او موټرسایکلونه موجود ول.
د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند وايي، داسې ښکارېده چې دغو وسله والو غوښتل د ښوراوک ولسوالۍ پر پوستو برید وکړي خو دې ته پرې نښودل شول چې حمله وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ په لوګر ولایت کې هم افغان ځواکونو پر وسله والو هوايي برید کړي، چې د ۷ پاکستانیانو په ګډون یې ۴۵ وسله وال وژلي او ۳۰ نور یې ټپیان کړي دي.
جمهور آژآنس:کندهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین