۰
روسیه:

امریکایان، پاکستانیان، انګلیسان او عربان په افغانستان کې د داعش غړیو ته روزنه ورکوي

شنبه ۱۸ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۰۹:۳۹
د افغانستان له پاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، امریکایان، پاکستانیان او انګلیسان په افغانستان کې د داعش غړیو ته روزنه ورکوي.
امریکایان، پاکستانیان، انګلیسان او عربان په افغانستان کې د داعش غړیو ته روزنه ورکوي
د افغانستان له پاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، امریکایان، پاکستانیان او انګلیسان په افغانستان کې د داعش غړیو ته روزنه ورکوي.
د جمهور آژانس
ده همداراز وویل چې په روزونکو کې عربان، پاکستانیان، امریکایان او انګلیسان شامل دي.
د خبر له مخې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت دغه لوړي پوړي ديپلومات دغه څرګندونې د تېرې پنشنبې په ورځ په مسکو کې یوه امنیتي کنفرانس کې کړې دي.
د روسیې د سپوتنیک نیوز د راپور له مخې کابلوف زیاته کړې، چې په افغانستان کې د داعش د وسله والو سختدریځو ځیني روزونکي امریکايي او بریتانیايي پاسپورټونه لري او دوی هغو سختدریځو ته روزنه
د روسیې د سپوتنیک نیوز د راپور له مخې کابلوف زیاته کړې، چې په افغانستان کې د داعش د وسله والو سختدریځو ځیني روزونکي امریکايي او بریتانیايي پاسپورټونه لري او دوی هغو سختدریځو ته روزنه ورکوي چې په روسیې کې زېږېدلي دي.
ورکوي چې په روسیې کې زېږېدلي دي.
هغه په خپلو خبرو کې ویلي«د اسلامي دولت د وسله والې ډلې ځیني اډې د منځنۍ اسیا او روسیې اتباع جذبوي، په دغو کمپونو کې روسي ژبه چلېږي.»
ده همداراز وویل چې په روزونکو کې عربان، پاکستانیان، امریکایان او انګلیسان شامل دي.
په ورته وخت کې د روسیې لوی درستیز ویلي، چې په افغانستان کې د داعش د وسله والې سختدریځې ډلې د غړیو شمېر مخ په ډېرېدو دی او اوس دوو یا درو زرو ته رسېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې امریکا هم په افغانستان کې د داعش د فعالیتونو د زیاتېدو پخلي کړی او ویلي یې دي، چې دغې ډلې د افغانستان په ختیځ کې ځینې سیمې لاندې کړې دي.
جمهور آژآنس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین