۰
پاکستان:

چمتو یو د افغان حکومت او طالبانو د خبرو منځګړتوب وکړو

شنبه ۱۸ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۰۹:۳۷
پاکستان وايي، د افغان ستونزې د سوله ییز حل ملاتړ کوي او چمتو دی، چې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د خبرو منځګړیتوب وګړي.
چمتو یو د افغان حکومت او طالبانو د خبرو منځګړتوب وکړو
پاکستان وايي، د افغان ستونزې د سوله ییز حل ملاتړ کوي او چمتو دی، چې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د خبرو منځګړیتوب وګړي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه څرګندونې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند قاضي خلیل تېره ورځ وکړې.
قاضي خلیل الله پاکستان د افغان چارواکو او طالبانو تر منځ د خبرو منځګړیتبو ته په هغه صورت کې چمتو دی، چې دواړه خواوې د سولې د خبرو له پاره تیارې وي.
باید وویل شي، چې پاکستاني چارواکو تر دې وړاندې هم په ورا وار ویلي، چې دوی چمتو دي، چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو منځګړیتوب وکړي، خو افغان حکومت او ځینې شنوونکي وايي، پاکستان په خپلو خبرو کې صادق نه دی او نه غواړي، چې په افغانستان کې سوله راشي.
پاکستان دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ماموریت عمومي قوماندان جنرال جوزیف کېمبل د امریکا سنا مجلس پوځي کمېټې ته ویلي، چې له ۶۰ تر ۷۰ سلنې طالبان غواړي له افغان حکومت سره سوله وکړي، خو د ده په خبره د سولې د خبرو بیا پیل یو پایله یو څه وخت غواړي.
.
جمهور آژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین