۰

جنرال کېمبل وايي، ډېری طالبان سوله غواړي

شنبه ۱۸ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۰۹:۳۵
په افغانستان کې د د ناټو ځواکونو د غوڅ ماموریت عمومي قوماندان جنرال جوزیف کېمبل وايي، د وسله والو طالبانو اکثریت یې غواړي له افغان حکومت سره سوله وکړي.
جنرال کېمبل وايي، ډېری طالبان سوله غواړي
په افغانستان کې د د ناټو ځواکونو د غوڅ ماموریت عمومي قوماندان جنرال جوزیف کېمبل وايي، د وسله والو طالبانو اکثریت یې غواړي له افغان حکومت سره سوله وکړي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې کېمبل چې د امریکا د مشرانو جرګې پوځي کمېټې ته یې خبرې کولې وویل چې په سلو کې ۶۰ یا ۷۰ طالبان سوله غواړي.
نوموړي زیاته کړه، تمه لري، چې د سولې خبرې به دوام وکړي او په وینا یې تر هغې چې د خبرو اصلي څېرې سولې ته سره کېني وخت ته اړتیا ده.
باید وویل شي، چې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د سولې خبرې څو میاشتې وړاندې د پاکستان د پلازمېنې اسلام آباد په مري کې پیل شوې وو.
خو کله چې د طالبانو د مشر ملا محمد عمر د مرګ خبر خپور او وروسته له هغې ملا منصور خپل ځان د دغه تحریک مشر وټاکه ورسره سم یو شمېر طالب چاراکو له ملا منصور سره مخالفت وکړ، چې په دې سره له افغان حکومت سره د سولې خبرې په ټپه ودرېدې.
جمهور آژآنس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *


محمد شریف
Pakistan
در این گزارش تصویر از جنرال دانفورد اما صحبت از جنرال کمبل است.
پربازدیدترین