۰

د وسله والو ۷ کسیزه ډله د سولې له بهیر سره یو ځای شوه

پنجشنبه ۱۶ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۱۱:۴۴
چارواکي وايي، په کنړ ولایت کې د یوه قوماندان په ګډون د وسله والو مخالفینو یوه ۷ کسیزه ډله له جګړې لاس په سر او د سولې له پروسې سره یو ځای شوه.
د وسله والو ۷ کسیزه ډله د سولې له بهیر سره یو ځای شوه
چارواکي وايي، په کنړ ولایت کې د یوه قوماندان په ګډون د وسله والو مخالفینو یوه ۷ کسیزه ډله له جګړې لاس په سر او د سولې له پروسې سره یو ځای شوه.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د کنړ چارواکي زیاتوي، چې دغه وسله والو د دې ولایت په نرنګ ولسوالۍ کې دولت ضد فعالیتونه تر سره کول.
د یادې ډلې قوماندان ضیاالحق نومېږي او له خپلو ملګرو سره یو ځای د سولې د ولایتي شورا او ملي امنیت په ګډو هڅو د سولې له بهیر سره یو ځای شوي دي.
چارواکي وايي، د سولې له بهیر سره یو ځای شویو طالبانو خپلې وسلې هم دولت ته سپارلې او له مخالفت څخه یې په کلي توګه لاس اخیستی.
د کنړ والي الحاج وحیدالله کلیمزی وايي، د سولې له پروسې سره د دغه وسله والو مخالفینو یو ځای کېدل به په یاده سیمه کې پر امنیت مثبته اغېزه وکړي.
ښاغلي کلیمزي د دولت په نورو وسلوالو مخالفینو هم غږ وکړ چې د مخالفت څخه لاس واخلي او سولې بهیرسره یوځای شي.
هغه وویل« زه په ځانګړي ډول په هغه مخالفینو غږ کوم چې ځان ته افغانان وایې او ځان د دې خاورې ګڼي نور دې د پرديو په لمسون نه غولیږي ،د پردیو دګټو خوندیتوب لپاره دې خپل وطن نه ورانوي،خپل ورونه دې نه وژني او دسولې حقه لاره دې خپله کړي.»
خو وسله والو مخالفینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهور ژآنس
معروف سادات:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین